رویټرز وایی، امریکا اسراییلو ته د وسلو لېږد ځنډولی دی

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور ۱۹مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې رویټرز خبری آژانس د څلورو سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې امریکا اسراییل ته د بوینګ شرکت د جوړو شویو ځینو وسلو استول بند کړی دی.

د سرچینو په وینا، د لویو بریدونو په دې بار وړونکو وسلو کې غیر لارښود بمونه په کره لارښود کوچنیو بمونو اړوی.

سرچینو په دې اړه نور جزیات نه دی ورکړی.

سپینې ماڼۍ او پنټاګون په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتونی بلینکن ته په یوه یادښت کې یو شمیر لوړ پوړو امریکایی چارواکو مشوره ورکړې، چې دوی د نړیوالو بشری قوانینو سره سم د امریکا د وسلو د کارولو په اړه اسراییل “رښتینی او د باور وړ” ونه ګڼی.

امریکا له اسراییلو سره د غزې پر مظلوم ولس روان وحشت کې ښکېله ګڼل کیږی.

ــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.