کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاستالوزرا اداري مرستیال کابل کې د جاپان له سفير، د دې هېواد د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوي او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخواني استازي سره لیدلي دي.
د راپور پر بنسټ په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پخواني استازي تادامیچي یاماموتو ویلي، چې نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو لا پیاوړتیا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده او جاپان تیار دی، چې دې برخه کې همکاري وکړي.
د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس بیا ویلي، چې په افغانستان کې د سرتاسري امنیت تامین د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګونې او نورو برخو کې یاد بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړي.
په ورته مهال اداري مرستیال هم ټينګار کړی، چې سرپرست حکومت غواړي له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نيکې او ښې اړيکې ولري.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/