کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ ۵ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د ریاستالوزرا اداری مرستیال کابل کې د جاپان له سفیر، د دې هېواد د ساساکاوای سولې بنسټ پلاوی او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو له پخوانی استازی سره لیدلی دی.
د راپور پر بنسټ په دې لیدنه کې د ملګرو ملتونو پخوانی استازی تادامیچی یاماموتو ویلی، چې نړۍ سره د سرپرست حکومت د اړیکو لا پیاوړتیا د افغانستان او نړۍ په ګټه ده او جاپان تیار دی، چې دې برخه کې همکاری وکړی.
د جاپان د ساساکاوای سولې بنسټ رییس بیا ویلی، چې په افغانستان کې د سرتاسری امنیت تامین د دې لامل شوی، چې په افغانستان کې د روغتیا، پوهنې، کرنې، اوبو لګونې او نورو برخو کې یاد بنسټ خپل فعالیتونه پیل کړی.
په ورته مهال اداری مرستیال هم ټینګار کړی، چې سرپرست حکومت غواړی له ټولو هېوادونو سره د متقابل احترام او تعامل پر اساس نیکې او ښې اړیکې ولری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ