رېل پټلۍ؛ د رغنیزو چارو د پیل په موخه یې درې اړخیزه ناسته کېږی

ګهیځ نیوز: نن دوشنبه (د وری ۲۲مه او د اپرېل ۱۱مه نېټه ده) د افغانستان، پاکستان او ازبکستان د اورګاډی پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل په موخه سبا (سې شنبه د وری په ۲۳مه) د ازبکستان په ترمز ښار کې درې اړخیزه غونډه جوړیږی.
ټاکل شوې چې په دې غونډه کې به د اورګاډی پټلۍ د رغونې په چارو کې د هر هیواد مسوولیتونه په ډاګه شی.
د افغانستان د اوسپنۍ پټلۍ ادارې رییس ویلی، د مزار – کابل – پېښور د اوسپنې پټلۍ د رغنیزو چارو د پیل لپاره ټول چمتووالی بشپړ شوی او د کورنیو چارو وزارت یې د امنیت د ټینګولو لپاره مکتوبی ژمنه کړې ده.
دی وایی، تمه ده چې ازبکستان به د یادې پټلۍ رغنیز کارونه د هغه هیواد له نائب اباد څخه تر مزار او سمنګانو پورې را وغځوی او پاکستان به هم خپلې برخې کار ته له پېښوره تر جلال آباد پورې ادامه ورکړی.
د اوسپنې پټلې ادارې د پلان پر بنسټ، د افغانستان، ازبکستان او پاکستان د اوسپنې پټلۍ به له مزار، سمنګان، پلخمری، کابل، لوګر او ننګرهار ولایتونو له لارې تر پېښوره پورې رسیږی.
د کورنیو چارو وزارت وایی د دې پروژې د امنیت د ټینګولو مسوولیت د عامه ساتنې تصدۍ ته سپارل شوی او ۴۰۰۰ ساتونکی ورته ګومارل شوی دی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.