کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۸ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې ګڼ شمېر ځوانان، مشران او دینی عالمان دې ولایت کې له لوړ ولور اخیستلو څخه شکایت کوی.
دوی وایی، د کورنیو له لوری لوړ ولور اخیستل د نویو ځوانانو راتلوونکی ګواښی.
د زابل عدلیې رییس هم دا ستونزه منی او وایی چې دې برخه کې زیات کار کولو ته اړتیا ده، څو خلک او ټولنه اصلاح او لوړ ولور اخیستو څخه لاس په سر شی.
د زابل حج اوقافو سرپرست رییس بیا وایی، دوی د دینی عالمانو له لارې غواړی خلک وپوهوی، چې لوړ ولور اخیستل غوره عمل نه دی او ټولنه بد لوری ته بیایی.
د ټولنې د خلکو په وینا لوړ ولور او نور دودونه د نویو ځوانانو راتلوونکی ګواښی او په همدې اساس د دوی پۀ وینا هیله لری چې په دې برخه کې اساسی کار ترسره شی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ