کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۱مه نېټه):
د راپورونو له مخې د زابل د عامې روغتیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د انفا موسسې په مالی ملاتړ دوو روغتیایی مرکزونو ته ودانۍ جوړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د دغه ولایت د عامې روغتیا رییس ډاکټر میرویس افغان وویل، چې د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې د ولسی خلکو په غوښتنه او د انفا موسسې له لوری دوه روغتیایی مرکزونو ته په عصری او معیاری ډول ودانۍ جوړې شوې دی.
د یادونې وړ ده چې یاد روغتیایی مرکزونه به د سیمې شاوخوا زر کورنیو ته صحی خدمات وړاندې کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ