زابل کې د باسیکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د ثور/غویی ۱۰ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل اطلاعاتو کلتور او ورزشی آمریت له لوری د زابلی ځوانانو لپاره د باسیکل ځغلونې سیالۍ ترسره شوې، چې له مرکز کلات څخه ۳۰ د باسیکل ځغلونې لوبغاړو په کې ګډون کړی وو.
د زابل اطلاعات او کلتور رییس د دې سیالیو په جوړولو خوښی څرګنده کړه او زیاته یې کړه، چې یاد ریاست د ځوانانو چارو عمومی مدیریت له لوری نورو برخو کې هم ځوانانو ته پروګرامونه لری.
د زابل د ورزش آمر بیا ویلی، چې نننۍ لوبې د دوی او اطلاعات او کلتور ریاست له لوری په ګډه جوړې شوې وې، چې له مرکز کلات څخه ۳۰ لوبغاړو ګډون په کې کړی وو.
د خبر له مخې کریم الله او ضیا محمد د دې سیالیو لومړی او دوهم مقامونه ترلاسه کړل.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.