کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۹ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل ولایت کې د تندر لوېدلو په پېښه کې دوو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یو بل تن بیا ژوبل شوی دی.
د زابل د اطلاعاتو او فرهنګ رییس ویلی، چې د ارغنداب ولسوالۍ په کره تو سیمه کې تالنده لوېدلې چې د چارتیر کلی د ملا امام دوه ځامن چې عمرونه یې تر پنځلس کلونو کم و، خپل ژوند له لاسه ورکړی.
ده همداراز زیاته کړې، چې د شاجوی ولسوالۍ په شاحسن خېلو کې هم تالنده لوېدلې او یو کس یې ژوبل کړی دی.
نوموړی وړاندې ویلی، چې د زابل په ارغنداب ولسوالۍ کې د شدید باران او سیلابونو له امله کرنیزې ځمکې هم تخریب شوې، ځینو سیمو کې یې کورونه نړولی او خلکو ته یې ګڼ مالی زیانونه رسولی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ