ګهیځ نیوز: نن یکشنبه (د زمری/اسد ۱۶مه او د اګسټ ۷مه نېټه ده) په زابل ولایت کې د ا.ا استېناف محکمې دوې ښځې او یو نارینه د زنا په تور د خلکو په وړاندې په درو وهلی.
د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایی چې د زنا په تور نیول شوى سړى نن یکشنبه د دغه ولایت د استېناف محکمې لخوا په شېخ متی سټېډیوم کې د خلکو په وړاندې ۳۹ دورې ووهل شو او په شپږ کاله بند محکوم شو۰
د یاد ریاست په وینا له دغه سړی سره د زنا په تور نیول شوې ښځه هم ۳۹ دورې وهل شوې او په دوه کاله بند محکومه شوې ده۰
د سرچینې په وینا دوهمه ښځه چې د یوه نارینه او یوې ښځې تر منځ د رابطی په تور نیول شوې وه ۲۰ درې ووهل شوه په ۶ کاله بند محکومه شوه.
د زابل د استېناف محکمې د دې ترڅنګ د غلا په تور یو تن نیول شوى کس ۱۵ دورې وهلى او یوه میاشت بند محکوم کړى دى۰
په بیان کې ویل شوی چې دوهم کس یوازې ۲۰ درې وهل شوى دى۰
گهیځ