کابل-گهیځ نیوز( ۹ ثور ۱۴۰۲):
د راپورونو له مخې دغه ولایت کې د لومړی ځل لپاره د سوداګرۍ خونه پرانیستل شوه، چې د سوداګرو په وینا، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت صادرات د پخوا په پرتله ډېر شی.
د زابل د سوداګرۍ خونې د پرانیستلو په مراسمو کې چې یو شمېر چارواکو او سوداګرو ګډون درلود، د سوداګرۍ خونې رییس ویلی، د دې خونې په پرانیستلو سره به د دغه ولایت د سوداګرو او دولتی چارواکو ترمنځ همغږی زیاته شی او ترڅنګ به یې د نړیوالو پانګوالو سره د اړیکو او سوداګرۍ لار هم پرانیستل شی.
د نوموړی په وینا له دغو جارو سره به سوداګر وشی کړلای چې په ښه توګه تجارت ته لاسرسی پیدا کړی.
زابل چې د هېواد یو شمېر نورو ولایاتو په څېر یو کرنیز ولایت دی، د کرنې په برخه کې خپل ځانګړی محصولات لری، چې اوس یې هم یو شمېر محصولات د هېواد نورو ولایاتو او بهرنیو هېوادونو ته صادریږی.
ــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ