کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت چارواکو ویلي، چې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولايت مغلیز پل رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د خبر پر بنسټ د یاد پل د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایي مسوولینو ګډون کړی وو.
مغلیز پل چې ۴۹.۲ متره اوږدوالی او ۸.۲ متره پلنوالی لري، رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوري د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.
د ټولګټو وزارت له لوري د یادې لویې لارې اړوند د دوه نورو پلونو کارونه د څه باندې ۳۱ ميليونه افغانيو په لګښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز پل په بشپړېدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شو.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/