زابل کې د مغلیز پل د جوړېدو چارې بشپړې شوې

کابل-ګهیځ نیوز( د دلو/ سلواغه ۱۰ مه نېټه):

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت چارواکو ویلی، چې د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د زابل ولایت مغلیز پل رغنیزې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د خبر پر بنسټ د یاد پل د پرانیستې په مراسمو کې د ټولګټو وزارت سرپرست او یو شمېر نورو ځایی مسوولینو ګډون کړی وو.

مغلیز پل چې ۴۹.۲ متره اوږدوالی او ۸.۲ متره پلنوالی لری، رغنیزې چارې یې د ټولګټو وزارت له لوری د ۱۳ میلیونه افغانیو په لګښت د ۸ میاشتو په موده کې بشپړې شوې.

د ټولګټو وزارت له لوری د یادې لویې لارې اړوند د دوه نورو پلونو کارونه د څه باندې ۳۱ میلیونه افغانیو په لګښت له وړاندې بشپړ کړی و او د مغلیز پل په بشپړېدو سره د کابل – کندهار لویې لارې اړوند د ټولو پلونو کار بشپړ شو.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.