کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۲۵ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د افغانیو ترویج کمېټې پرېکړه کړې، که له دې وروسته کوم چا لویه سودا په بهرنیو کرنیسو یا کالدارو وکړه، نو له قانونی چلند سره به مخ کیږی.
د خبر پر بنسټ ځایی مسوولینو په دې هکله ویلی، چې د افغانیو ترویج لپاره به خپل ټول امکانات په کار واچوی.
د زابل د اطلاعاتو او کلتور رییس بیا ویلی، چې د ولایت مقام تر مشرۍ لاندې د ۱۴ ادارو څخه جوړه شوې دغې کمېټې د اقتصادی معاونیت د پرېکړه لیک په اساس تصمیم نیولی، چې د عامه پوهاوی پروګرام د خلاصون څخه وروسته دې ټولو کاروبارونو کې د راکړې – ورکړې پرمهال له افغانیو پرته نورو کرنسیو ته د استعمال اجازه نه ورکوی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ