کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۲۷ نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل المپیک آمریت خبر ورکړی، چې د زابلیانو لپاره د اختر د ښه لمانځلو او تفریح لپاره په مرکز او ولسوالیو کې د بېلابېلو رشتو لوبې جوړوی، چې د زابل ترڅنګ به نور ولایتونه هم ورته دعوت کړی.
د زابل المپیک آمر ویلی، چې د دوی د آمریت په نوښت به د اختر شپو_ورځو کې له دریو تر څلورو فډراسیونو برخه کې پروګرامونه ولری، چې د غېږ نیونې، والیبال، نېزه بازۍ او رزمی برخه کې ورزشی فعالیتونه د اختر په شپو_ورځو کې ترسره شی.
مسوولینو ویلی، مرکز کې د غېږ نیونې سیالیو لپاره به له کندهار، هرات او یو شمېر نورو ولایتونو او ولسوالیو څخه غېږ بازان راځی، چې کوربتوب یې زابل کوی.
دی دغه راز ویلی، چې شاجوی کې به د نېزه بازۍ لوبې ترسره شی، چې له غزنی، پکتیا، پکتیا او خوست څخه به ګډون کوونکې ورته ورشی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ