کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې د شاوليکوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د سي اې ایچ موسسې او یونېسف په مالي ملاتړ پرمخ وړل کیږي.
د خبر پر بنسټ دغه پروژه به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړه شي.
د زابل ځایي چارواکو دغه راز ویلي، چې د دې پروژې ترڅنګ په میزانه ولسوالي کې دوه چکډیمونه جوړ شوي او په دریو نورو باندې کار روان دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/