کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۳ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د زابل ولایت ځایی چارواکو ویلی، چې د شاولیکوټ او میزانه ولسوالیو ترمنځ د ۴۲ کیلومټره سړک د جوړېدو چارې پیل شوې.
د مسوولینو په خبره دا پروژه د کلیو پراختیا ریاست په همکارۍ او د سی اې ایچ موسسې او یونېسف په مالی ملاتړ پرمخ وړل کیږی.
د خبر پر بنسټ دغه پروژه به د ۴ میاشتو په موده کې بشپړه شی.
د زابل ځایی چارواکو دغه راز ویلی، چې د دې پروژې ترڅنګ په میزانه ولسوالی کې دوه چکډیمونه جوړ شوی او په دریو نورو باندې کار روان دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ