معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / زابل کې ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعالیږي

زابل کې ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعالیږي

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د زابل ولایت له مرستیال والي سره د یوې ناستې پر مهال ویلي، چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر ۱۷ نوي مخابراتي سایټونه فعال شي.

د مخابراتو وزیر د څرګندونو له مخې، د سرپرست حکومت له راتګ سره په زابل کې د ۳۳ مخابراتي سایټونو فعالیت پیل شوی، چې اوس یې شمېر ۵۰ ته رسیږي.

سیمه ییزو چارواکو ويلي، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د زابل ولایت د اوسېدونکو مخابراتي او معلوماتي ستونزې تر ډېره بریده حل شي.

د مسوولینو په وینا یادې چارې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت د پراختیايي پلانونو یوه برخه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتي خدماتو د لا ښه‌ والي لپاره عملي کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس