زابل کې ۱۷ نوی مخابراتی سایټونه فعالیږی

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ سرپرست وزیر د زابل ولایت له مرستیال والی سره د یوې ناستې پر مهال ویلی، چې په دغه ولایت کې به ډېر ژر ۱۷ نوی مخابراتی سایټونه فعال شی.

د مخابراتو وزیر د څرګندونو له مخې، د سرپرست حکومت له راتګ سره په زابل کې د ۳۳ مخابراتی سایټونو فعالیت پیل شوی، چې اوس یې شمېر ۵۰ ته رسیږی.

سیمه ییزو چارواکو ویلی، چې د نویو سایټونو په فعالېدو سره به د زابل ولایت د اوسېدونکو مخابراتی او معلوماتی ستونزې تر ډېره بریده حل شی.

د مسوولینو په وینا یادې چارې د مخابراتو او معلوماتی ټکنالوژۍ وزارت د پراختیایی پلانونو یوه برخه ده، چې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د مخابراتی خدماتو د لا ښه‌ والی لپاره عملی کیږی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.