کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۵ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې زابل کې د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو ویلی، چې د دغه ولایت د میزانې ولسوالۍ اړوند پر ۴۲ کیلومتره سړک د چغل اچونې چارې پیل شوې.
د یاد ریاست رییس ویلی، دغه سړک د میزانې ولسوالۍ له پاخه سړک څخه شروع بیا د کندهار شاولی کوټ ولسوالۍ له سرحد سره نښلول کیږی.
نوموړی زیاته کړې، چې په یاده پروژه کې د ۹۰ پُلچکونو او استنادی دېوالونو جوړول هم شامل دی، چې د یونپس موسسې په مالی ملاتړ پلې کیږی.
د ده په وینا د پروژې په جریان کې به سلګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شی، چې دا د ځایی خلکو لپاره د اقتصادی فرصتونو د زیاتوالی په برخه کې مهم اقدام دی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ