کابل-ګهیځ نیوز( د حمل/وری ۱۲ نېټه):
د راپورونو له مخې د نیمروز ولایت د ارشاد، حج او اوقافو رییس د علماوو او سپین ږرو په حضور کې د زرنج ښار اړوند په سیستان ښارګوتی کې د حضرت امام مسلم رح د مسجد د بنسټ ډبره د قبلې شریفې د لورې له ټاکلو وروسته کېښودله.
د نیمروز د حج او اوقافو رییس د یاد مسجد د پراختیایی چارو د پرانیستې په اړه وویل، چې د حضرت امام مسلم مسجد د ۵۴۰ متر مربع مساحت او د ۳۰۰ لمونځ کوونکو ظرفیت لری، چې د مسجد د ټولو اړتیاو سره سم په پاخه ډول جوړیږی.
راپور زیاتوی، چې نوموړی له ځایی خلکو او سوداګرو وغوښتل، چې د یاد مسجد په جوړولو کې خپلې مالی مرستې هم ترسره کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ