کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۰):
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلېنسکی ویلی، د هېواد په سوېلی اودیسه سیمه کې روسیې د ایران جوړو شویو ډرون الوتکو پرمټ بریدونه کړی، چې شاوخوا یو نیم میلیون وګړی یې بې برېښنا کړی دی. زلېنسکی ویلی، د جمعې پر شپه یې لسګونه ایران جوړې ډرون الوتکې راغورځولې دی، خو د پنځو ډرون په ویشتلو ونه توانېدل او دغو ډرون الوتکو د سیمې زېربناوو ته سخت زیانونه واړول. د اوکراین ولسمشر د برېښنا بېرته فعالولو لپاره یې د انجنیرانو کار له اتلولۍ سره ورته بللی خو وایی، د برېښنا بېرته رغول به ښایی څو ورځې وخت ونیسی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ