زمونږ دوه ګاونډیان او په سیمه او نړۍ کې کړکیچن وضعیت!

د ایران ولسمشر ابراهیم رییسی پرون دوشنبه د اپریل په دوه ویشتمه، په یوه درې ورځنی سفر د پاکستان پلازمېنې اسلام آباد ته رسېدلی دی او د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د چارواکیو په وینا دا په نوموړی هېواد کې تر ټولټاکنو وروسته، اسلام آباد ته د کوم ولسمشر لومړنی سفر دی چې د سیمې د سیاستونو څارونکی یې مهم سفر ګڼی.

د رسنیزو رپوټونو له مخې ښاغلی رییسی په اسلام آباد کې د دغه هېواد له لومړی وزیر شهباز شریف سره د پاکستان لومړی وزیر په دفتر کې وکتل او ټاکل شوې ده هلته د خپل درې ورځنی سفر په ترڅ کې د دغه هېواد له ولسمشر آصف علی زرداری، د پارلمان له رییس، د سنا مجلس له رییس او دغه راز، د لاهور او کراچۍ ښارونو ته به هم ولاړ او هلته به د پاکستان د پنجاب او سیند ایالتونو له اعلی وزیرانو سره غونډې ولری.

د رسنیزو راپورونو له مخې د ایران ولسمشر اسلام آباد ته د خپل دغه درې ورځنی سفر په ترڅ کې پر ګڼو سیاسی او ډیپلوماتیکو خبرو اترو سربېره د پاکستان له لومړی وزیر شهبار شریف سره د دواړو هېوادو پر سوداګریزو اړیکو هم خبرې اترې کړې دی او دواړو هېوادو پرېکړه کړې چې د خپلې دوه اړخیزې سوداګرۍ کچه به تر لس اربه ډالره پورې لوړوی.

د ایران او پاکستان تر مینځ ډیپلوماتیکه او سوداګریزه راکړه ورکړه او له اسلام آباد څخه د ایرانی ولسمشر رییسی لیدنه، پداسې حال کې ترسره کېږی چې نه یوازې په دغه دواړو هېوادو چې په ټوله سیمه او نړۍ کې سیاسی او پوځی حالات سخت ترینګلی دی او پر مظلومو فلسطینیانو د یرغلګرو اسراییلو له پرله پسې بریدونو سره په سیمه او نړۍ کې ترینګلتیا او کړکیچ نورهم زیات شوی دی.

همدارنګه لکه چې ښکاری د تاوتریخوالی دغه څپه چې په نیول شوی فلسطین کې د یهودی غاصبینو په وړاندې د فلسطینی ولس له وروستی پاڅون سره پیل شوې، ساحه یې ورځ تر بلې پراخېږی چې د پراخېدو ښه بېلګه یې څه موده مخکې په دمشق کې د ایران پر یوه ډیپلومناتیک مرکز د اسراییلو هوایی برید، هلته د څو ایرانی پوځی لوړ رتبه افسرانو او ډیپلوماتانو وژل کېدل او تر هغې وروسته بیا د یوه او بل پر خاوره د ایران او اسراییلو توغندویی بریدونه ګڼلای شو.

پردې سربېره په خپل مینځ کې د دغه دواړو ګاونډیانو(ایران او پاکستان) اړیکې هم کله ناکله ترینګلې کېږی، د پاکستان د بلوجستان ایالت په “کوه سبز” سیمه باندې د تېر لمریز کال د جدې یا مرغومی میاشتې په ۲۶مه د ایران هوایی او ځمکنی برید او بیا تر یوې ورځې ځنډ وروسته د ایران د سیستان او بلوچستان ایالت په یوه سیمه باندې د پاکستان توغندوییز ځوابی برید چې دواړو هېوادو د یو بل په خاوره کې د خپلو وسله والو مخالفینو د مرکزونو د په نښه کولو ادعا وکړه، د دې ډول ترینګلتیا یوه ښه بیلګه ګڼلای شو.

همدارنګه د پېښو ځینی څارونکی او شنونکی د ایران او اسراییلو تر وروستنیو نښتو وروسته داسې اټکل هم کوی چې په سیمه کې د ایران خلاف د یوه اتحاد د رامینځ ته کېدو امکان شته ځکه نو ایران په همدې دلیل د سیمې د یو شمېر هېوادونو په تېره بیا له عربی نړۍ څخه د بهر هېوادونو د ملاتړ خپلولو هڅه کوی او اسلام آباد ته د رییسې د درې ورځنی سفر یوه موخه هم شاید همدا وی.

اوس که په دقت وګورو او د افغانستان د دوه ګاونډیو هېوادو تر مینځ د اړیکو مد او جذر یوې خواته او په سیمه کې نننی ترینګلی حالات بل اړخ ته و ارزوو، پوښتنه دا پیدا کېږی چې آیا زمونږ دغه دوه ګاونډی هېوادونه به چې په خپل مینځ کې هم اوږده ګډه پوله لری، وکولای شی د دوامداره دوستۍ یوې رښتینی هوکړی ته ورسېږی که نه؟

دې ته په کتو چې زمونږ دغه دواړه ګاونډیان او په تېره هم اسلام آباد نن د خپل ژوند له بې خونده سیاسی، سوداګریز او پوځی حالت څخه تېرېږی، د دې احتمال شته چې د ګډې همکارۍ له لارې دواړه ګاونډی هېوادونه یوې اوږد مهاله هوکړې ته سره ورسېږی خو بل اړخ ته په سیمه او نړۍ کې د امریکا له خوا پر خپلو مخالفینو د فشارونو زیاتېدنې او د دې ډول فشارونو په وړاندې د اسلام آباد د نه ټېنګدنې تاریخی لیدلوری، بیا دا هیله مندی له صفر سره ضربوی او دا اټکل را کموی چې پاکستان به وکولای شی له هغه لومو سره سره چې له هر لورې پکې ګیر دی، وکولای شې د ایرانی واکمنو دا توقع او دا آرمان ور پوره کړای شی. والسلام

ـــــــــــــــــــــــ

د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️

 

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.