زمونږ رسنۍ او د هغوی خپرونې!
خیبر حیات
په ډېر تأسف سره زمونږ د رسنیو نشرات د ټولنې د غوښتنې خلاف روان دي. هغه مزخرفات خپروي چې نه يې دین او نه يې کلتور ایجابوي، داسې رسنۍ هم شته چې د نشراتي پلان په نوم هېڅ نه پېژني، او که ځینې رسنۍ يې لري هم؛ نو په رأس کې به يې غېر مسلکي (اماتور) کس واقع وي او دا اماتور بیا دومره وړتیا لري چې په یوازې ځان د یوې رسنۍ ټول نشرات څاري، په داسې حال کې چې نوره نړۍ کې د نشراتو د کنټرول او پرمخ بیولو لپاره یو لوی مسلکي پلاوی موجود وي.
د ځینو رسنیو د نشراتو ځینې بېلګې ستاسو مخې ته ږدم:
۱- په ۲۴ ساعتونو کې ( ۸ یا ۹ ) ساعته په بېلابېلو نومونو باندې د سندرو خپرونې روانې وي.
۲- ( ۵ یا ۶ ) ساعته که کومه د کار خپرونه لري نو هغه هم ټوله د اعلاناتو په خپرولو سره بې ارزښته کوي.
۳- د اذان په وخت کې سندرې خپروي او ځینې وخت بیا ګل ګل اذان هم نشروي.
۴- ( ۲ یا ۳ ) ساعته خپرونې د کلتور او د ټولنې د عقایدو د تخریب په موخه خپروي.
۵- دوه ساعته يې بهرنیو سریالونو ته وقف کړي وي.
۶- د هر ساعت خبري برخه يې د ژېړ ژورنالېزم څخه خالي نه وي.
۷- نیمه برخه د نشراتو يې بې کیفیته اعلانونو اشغال کړې وي.
او دې ته ورته نور ډېر مشکلات لري…
رسنیز ډګر مو بنیادي، بنسټيز او هر اړخیزې مسلکي اصلاح ته اړتیا لري. د اصلاح لپاره يې د ټولو پام اطلاعاتو او کلتور وزارت او ریاستونو ته اوړي، چې هغوی بېچاره ګانو عمده برخې پرې اېښې او د پرچونو په اصلاح پسې يې را اخیستې.
په داسې د رسنیز انارشیزم څخه ډک چاپیریال کې هستوګن يو چې تر اوسه ما داسې څه نه دي اوریدلي یا لیدلي چې اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د کومې رسنۍ نشرات چې د ټولنې اړتیاوو ضد دي، سانسور کړي وي.
د حل لپاره يې زما په نظر باید لاندې کارونه ترسره شي.
۱- په پوهنتونو کې د ژورنالېزم پوهنځي محصلین باید د زده کړو په جریان کې اړوندو رسنیو ته معرفي شي او د خپرونې پرمخ بیولو لپاره د استاذ لخوا ورته مسلکي طرحه جوړه شي، چې دې سره به د رسنیو په نشراتو کې مثبت او بنسټيز بدلون راشي.
۲- اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د رسنیو د نشراتو په اړه چوپ پاتې نشي او په وړاندې يې کلک غبرګون وښيي.
۳- یاد وزارت باید د هرې رسنۍ نشراتي پلان وګوري او وخت نا وخت یې چک کړي، که چېرې يې نشرات د ټولنې سره په ټکر کې وو؛ باید اړونده برخې يې ورته اصلاح کړي.
۴- غېر مسلکي کسان باید لرې شي او پر ځای يې مسلکي کسان وګمارل شي.
۵- تعلیمي، دیني، ټولنیزې او د ټولنې د کلتور سره برابرې تفریحي خپرونې زیاتې شي.
۶- حقیقت او د بې پري والي اصل دې ډېر زیات په پام کې ونیول شي او د ژېړ ژورنالېزم د خپرولو مخنیوی دې وشي.
۷- د اعلانونو د جوړولو په کیفیت دې کار او ټينګار وشي.
۸- د همدې رسنیو لخوا دې یوه داسې خپرونه جوړه شي چې آیا لیدونکي او اورېدونکي د دوی له نشراتو خوښ دي او کنه.
ځکه زمونږ عیب مونږ ته ښه نه معلومیږي مګر نورو ته ډېر ښه ښکاري او د نظریاتو اورېدو وروسته دې ښې خپرونې لا پیاوړې شي او نېمګړتیاوې دې ورغول شي.