زمونږ رسنۍ او د هغوی خپرونې!

زمونږ رسنۍ او د هغوی خپرونې!
خیبر حیات
په ډېر تأسف سره زمونږ د رسنیو نشرات د ټولنې د غوښتنې خلاف روان دی. هغه مزخرفات خپروی چې نه یې دین او نه یې کلتور ایجابوی، داسې رسنۍ هم شته چې د نشراتی پلان په نوم هېڅ نه پېژنی، او که ځینې رسنۍ یې لری هم؛ نو په رأس کې به یې غېر مسلکی (اماتور) کس واقع وی او دا اماتور بیا دومره وړتیا لری چې په یوازې ځان د یوې رسنۍ ټول نشرات څاری، په داسې حال کې چې نوره نړۍ کې د نشراتو د کنټرول او پرمخ بیولو لپاره یو لوی مسلکی پلاوی موجود وی.
د ځینو رسنیو د نشراتو ځینې بېلګې ستاسو مخې ته ږدم:
۱- په ۲۴ ساعتونو کې ( ۸ یا ۹ ) ساعته په بېلابېلو نومونو باندې د سندرو خپرونې روانې وی.
۲- ( ۵ یا ۶ ) ساعته که کومه د کار خپرونه لری نو هغه هم ټوله د اعلاناتو په خپرولو سره بې ارزښته کوی.
۳- د اذان په وخت کې سندرې خپروی او ځینې وخت بیا ګل ګل اذان هم نشروی.
۴- ( ۲ یا ۳ ) ساعته خپرونې د کلتور او د ټولنې د عقایدو د تخریب په موخه خپروی.
۵- دوه ساعته یې بهرنیو سریالونو ته وقف کړی وی.
۶- د هر ساعت خبری برخه یې د ژېړ ژورنالېزم څخه خالی نه وی.
۷- نیمه برخه د نشراتو یې بې کیفیته اعلانونو اشغال کړې وی.
او دې ته ورته نور ډېر مشکلات لری…
رسنیز ډګر مو بنیادی، بنسټیز او هر اړخیزې مسلکی اصلاح ته اړتیا لری. د اصلاح لپاره یې د ټولو پام اطلاعاتو او کلتور وزارت او ریاستونو ته اوړی، چې هغوی بېچاره ګانو عمده برخې پرې اېښې او د پرچونو په اصلاح پسې یې را اخیستې.
په داسې د رسنیز انارشیزم څخه ډک چاپیریال کې هستوګن یو چې تر اوسه ما داسې څه نه دی اوریدلی یا لیدلی چې اطلاعاتو او کلتور وزارت دې د کومې رسنۍ نشرات چې د ټولنې اړتیاوو ضد دی، سانسور کړی وی.
د حل لپاره یې زما په نظر باید لاندې کارونه ترسره شی.
۱- په پوهنتونو کې د ژورنالېزم پوهنځی محصلین باید د زده کړو په جریان کې اړوندو رسنیو ته معرفی شی او د خپرونې پرمخ بیولو لپاره د استاذ لخوا ورته مسلکی طرحه جوړه شی، چې دې سره به د رسنیو په نشراتو کې مثبت او بنسټیز بدلون راشی.
۲- اطلاعاتو او کلتور وزارت باید د رسنیو د نشراتو په اړه چوپ پاتې نشی او په وړاندې یې کلک غبرګون وښیی.
۳- یاد وزارت باید د هرې رسنۍ نشراتی پلان وګوری او وخت نا وخت یې چک کړی، که چېرې یې نشرات د ټولنې سره په ټکر کې وو؛ باید اړونده برخې یې ورته اصلاح کړی.
۴- غېر مسلکی کسان باید لرې شی او پر ځای یې مسلکی کسان وګمارل شی.
۵- تعلیمی، دینی، ټولنیزې او د ټولنې د کلتور سره برابرې تفریحی خپرونې زیاتې شی.

۶- حقیقت او د بې پری والی اصل دې ډېر زیات په پام کې ونیول شی او د ژېړ ژورنالېزم د خپرولو مخنیوی دې وشی.
۷- د اعلانونو د جوړولو په کیفیت دې کار او ټینګار وشی.
۸- د همدې رسنیو لخوا دې یوه داسې خپرونه جوړه شی چې آیا لیدونکی او اورېدونکی د دوی له نشراتو خوښ دی او کنه.
ځکه زمونږ عیب مونږ ته ښه نه معلومیږی مګر نورو ته ډېر ښه ښکاری او د نظریاتو اورېدو وروسته دې ښې خپرونې لا پیاوړې شی او نېمګړتیاوې دې ورغول شی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.