زمونږ په ښارونو د سوالګرو هجوم؛ ټولنیزه ستونزه او مافیایی کړۍ!

د روانې اونۍ په ترڅ کې د هېواد رسنیو خبر ورکړ چې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د افغانی سرې میاشتې ټولنې له خوا د سوالګرو ټولولو لړۍ پیل شوه او دغه لړۍ به د دې ولایت په ټولو سیمو کې د ټولو سوالګرو تر ټولولو دوام ولری. مسؤولین همدارنګه پدې تړاو وایی چې ‏د دې کمپاین په ترڅ کې به حرفوی سوالګر له اړمنو وګړو بېل کړای شی او د اړمنو کسانو به د کفالت او د هغوی د ستونزې د هر اړخیز هواری په موخه به هغوی په یوه سیسټم کې شامل کړای شی.
تر دې وړاندې د تېر لمریز کال د مرغومې میاشتې په ترڅ کې د حکومت د سوالګرو د را ټولولو کمېټې په پلازمینه کابل کې اعلان وکړ چې دوی شا او خوا دیرش زره تنه سوالګر د کابل ښار له بېلابېلو برخو او لویو واټونو څخه را ټول کړی دی چې په وینا یې یوازې څلوېښت سلنه یې په رښتیا هم مستحق او پاتې شپېته سلنه یې هغه حرفوی سوالګری دی چې د دې کار تر پردې او پوښښ لاندې خپلې نورې ګڼې موخې لری او هغه مخې ته بیایی.
یوه بله لویه غمېزه پدې ترڅ کې دا هم ده چې د دې راټولو شویو سوالګرو په منځ کې (څه مستحق او محتاج او څه هم حرفوی او مسلکی) یو زیات شمېر کم عمره ماشومان او آن داسې د غېږې ماشومان هم شته چې نه یې د اوس برخلیک معلوم دی او نه یې د سبا په اړه څوک دقیقه وړاندوینه کولای شی.
متأسفانه په افغانستان کې د پرله پسې څو لسیزو جګړو او بدمرغیو زمونږ هېواد او هېواد وال له هره اړخه ځپلی دی، هېواد مو هم له مادی پلوه وران شوی او هم له معنوی اړخه پرله پسې څو لسیزو جګړو او مرګ ژوبلو زمونږ هېوادوال له نیستۍ او غربت سره مخ کړی دی. زمونږ د هېواد په پلازمینه او د لویو ښارونو په بازارونو او لویو لارو کې د ډلې ډلې سوالګرو شتون چې ښځې او ماشومان هم پکې زښت زیات دی، دلته د تېرې شوې سترې غمېزې انځورولی کولای شی.
دې سترې غمېزې ته په کتو او بل خوا په پرله پسې توګه د جګړو د بلو لمبو له امله د نورو ستونزو تر څنګ دلته د سوالګرو او خیرات غوښتونکو د شمېر زیاتوالی ډېره د تعجب او حیرانتیا خبره هم نده او په تېرو په پرله پسې څو لسیزو کې دلته اړمنو کسانو ته د ویش په اړه د نړیوالو مرستندویه هېوادونو او سازمانونو سیاست او کړنلارې هم دې غمېزې ته هوا ورکړې ده.
د مرستو د وېش دغه پالیسۍ او کړنلارې متأسفانه د دې زمینه یې برابره کړه چې د هېواد په لویو ښارونو او لویو لارو کې د سوالګرو شمېر نور هم زیات شی او د دې غمېزې تر څنګ دلته د حاکم پانګه والی نظام له برکته د سوالګرو په نامه د ژوند د نورو ډګرونو په څېر د مافیایی کړیو شتون هم دغې غمېزې ته د هوا ورکولو په لار کې مرسته کړې ده.
د تېرو پرله پسې شلو کلونو په اوږدو کې په هېواد مینو او زړه سوانده اشخاصو او جهتونو په وار وار دا غږ اوچت کړی چې عامو افغانانو ته د دا ډول مرستو وېش، پرته لدې چې عام ولس نور هم سوالګر او مفت خوره عادت کړی، د دوی ستونزه نشی حل کولای او د هېواد په کچه د دې سترې غمېزې مخه نشی نیولای.
ښکاره خبره ده چې امریکایی او اروپایی هېوادونو چې په تېرو دوه لسیزو کې دلته د افغان ولس د مرستې په نامه څه کړی هغې ته یو ځغلند نظر هم د دې لپاره کافی دی چې سړی پوه شی لویدیځوالو دلته په دوو لسیزو کې څه ګلان کرلی او زمونږ له بې وزلی ولس ته یې د مرستو تر نامه لاندې کوم زهر ورکړی دی؟
په زړه پورې یې لا دا ده چې همدا اوس هم چې نړیوالو مرستندویه بنسټونو او سازمانونو په افغانستان کې د فقر او غربت د زیاتوالی کومې نارې سورې پیل کړې، د حل لاره یې هماغه بېړنۍ مرستې ګڼې چې په تېرو څو لسیزو کې یې دلته د فقر، نیستۍ او غربت کچه لا زیاته کړه او له کمښت سره یې مرسته ونشوای کړای.
دا چې د افغانستان حکومت اوس د سوالګرو را ټولولو او د هغوی د ثبت او راجستر او آن بایومیټریک کولو لپاره پرورګرام نیولی که په هر څومره وړه کچه هم وی په یقین سره یو نیک ګام دی، تر څو د دې سوالګرو په منځ کې د شته مافیایی کړیو د مداخلې مخه و نیول شی او د کورنیو او بهرنیو کړیو له خوا ترسره شوې مرستې رښتونی حقدار ته ورسېږی.
خو دې ته ورته بله مهمه او ضروری خبره دا هم ده چې باید د نړیوالو هېوادونو له خوا له افغان بېوزلو وګړو سره مرستې په داسې چارو ولګول شی چې د هغوی راتلونکې سمه شی او پرله پسې څو نسله سوالګرۍ او د پردیو مرستې ته سترګې په لاره پاتې نشی.
دا چاره به لږ ستونزمنه وی خو نا ممکنه نده، کېدای شی د دولت اړوند جهتونه له هغه هېوادنیو خیریه جهتونو سره چې په صادقانه توګه له بېوزلو سره د مرستې هوډ لری پدې اړه ګام پورته کړی او د راتلونکې لپاره د دې غمېزې څخه زمونږ خلک خلاص کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.