پدې وروستیو کې چې مونږ له زر هاوو کورنیو او نړیوالو ستونزو سره لاس او ګرېوان یو متأسفانه زمونږ دوه مسلمان او ګاونډی ملکونه (ایران او پاکستان) په مختلفو بهانو دلته د لاس وهنې پلمې لټوی او دواړه په یوه وخت او یوه آواز افغانستان ته ګواښونه کوی.
که څه هم د ګاونډیانو ګواښونه او د هغوی له خوا د پلمو لټول نوې خبره نده او دا ډرامه له کلونو څه چې له لسیزو او آن نژدې یوې پېړۍ را روانه ده خو په زړه پورې خبره دا ده چې دا دواړه ملکونه هغه وخت ډېرې چېغې او بغارې وهی چې په خپلو هېوادونو کې د خپلو خلکو یا خپلو سیاسی او نظامی مخالفینو او د هغوی له پرله پسې مخالفتونو څخه په تنګ شی.
اصل خبره دا ده چې زمونږ دغه دواړه ګاونډی ملکونه په ظاهر کې ځانونه د افغانانو د بدې ورځې پناه ځای معرفی کوی او افغانان خپل “مسلمان وروڼه” یادوی، تل یې په خوله کې له خوارو او جګړه ځپلیو افغانانو سره د مرستې او خواخوږۍ نارې او شعارونه ناست وی او آن ډېر وخت په نړیوالو ستیجونو هم د افغانانو د سکه او بر حقه استازیو!!!! تمثیل کوی.
زمونږ لویدیځ ګاونډی ایران او جنوبی ګاونډی پاکستان چې کله په خپل ملک کې له مخالفتونو تنګ راشی او آن کله د دوی وسله وال مخالفین د دوی دولتی ملکی او پوځی تأسیسات تر برید لاندې ونیسی بیا د افغانستان خلاف د دوی خولې خلاصې شی، یو یې افغانستان د خپلو وسله والو مخالفینو په ملاتړ او د هغوی په نه ټکونه تورنوی او بل ته یې بیا په همداسې وخت کې د هلمند د سیند د اوبو په اړه په ۱۳۵۱ لمریز کال کې لاسلیک شوی تړون ور په یاد شی او په پوره ګواښمنه او له خیالی زوره ډکه لهجه د خپل حق د اخیستو خبرې تکراروی!
زمونږ دا دواړه نېک ګاونډیان چې کلونه کلونه یې په افغانستان کې یوې خواته د جګړې او ناکراریو د اور لمبو ته پکه وهلې نن چې هماغه مصیبت د دوی خپلو ګرېوانونو ته لویدلی، چېغې او نارې سورې یې بندې کړې او پدې کې هم د تل په څېر خوار او بیچاره افغانستان ګرم دی!
اما د دې تر څنګ د پاملرنې وړ ټکی دا هم دی چې زمونږ دغه دوه مسلمان او وروڼه !!! ګاونډی ملکونه د خپلو لس هاوو ستونزو سره سره، د افغانستان په چارو کې له بې شرمانه لاس وهنې او د ډېر واړه فرصت نه په خپله ګټه له کار اخیستنې ندی لاس په سر شوی!
دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د اشرف غنی په مشرۍ د جمهوری نظام تر سقوط وروسته بیا تر ننه په تېرو څه کم دوه کلونو کې په زرهاوو لیتره هغه بې کیفیته تېل چې د ایران له پولې څخه افغانستان ته را واردېدل، د افغانستان په خاوره کې د نورم او سټنډرډ ادارې د چارواکو له خوا بېرته ایران ته مسترد شوی دی چې آن د همدې کرښو د لیکلو پر وخت هم رسنیو د دې راپور ورکړی چې دغه بې کیفیته تېل مسترد شوی دی.
دا خو لا پرېږده چې د ایران د حکومت سرحدی ځواکونه هره ورځ په لس هاوو مظلوم او فقیر افغانان چې د خوارۍ او مزدورۍ په بدل کې د یوې نمړۍ ډوډۍ د پیدا کولو په موخه غواړی ایران ته ولاړ شی په ګډه پوله وژل کېږی او په وینو لت پت جنازې یې بېرته خپلو کورنیو او هېوادوالو ته راوړل کېږی.
بل خوا که خپل جنوبی لوی ګاونډی پاکستان ته ځېر شو، د دې هېواد د تاریخ په لوستلو سره څرګندېږی چې دغه هېواد په خپل منځ کې د شته لس هاوو ستونزو، نیمګړتیاوو او نا خوالو سره سره، د بیا هم افغانستان له پامه نه غورځوی او نه یوازې په نړیواله کچه او پر نړیوال ستیژ د افغانستان د استازیتوب دعوه کوی چې آن کله ناکله د افغانستان د هرو سپینو او تورو مالک هم ځان ګڼی.
خو د دې سره سره چې بیا هم کله د خپلو حکامو، مشرانو او سیاست والو د غلطو سیاستونو، د دې هېواد د ظالم پوځ په وړاندې د غبرګون یا عکس العمل کومه پېښه رامنځ ته شی، نو بیا د ملامت ګوته د افغانستان لورې ته نیسی او پرته له کوم ثبوت او یا قانع کوونکی دلیل څخه د دغه بریدونو پړه پر افغانستان اچوی.
تېره اونۍ چې د دغه هېواد په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دې هېواد د مخالفو وسله والو په بریدونو کې د دغه هېواد څو تنه پوځیان او امنیتی سرتېری ووژل شول، نو د پاکستان د حکومت رسمی ویندویانو بیا نارې سورې بندې کړې او آن د دې هېواد په مرکزی کابینه کې د کورنیو چارو وزیر په ډېره تونده لهجه افغانستان ته ګوت څنډنه وکړه چې د دوی وسله والو مخالفینو ته دې د پاکستان په خاوره کې د بریدونو لپاره زمینه نه برابروی.
دې ټولو ته په کتو او د تېرو څو لسیزو د حالاتو او پرله پسې وقایعو تحلیل په وضاحت دا ثابتوی چې نړیوال کفری ممالک او په سر کې یې شیطانه امریکا هېڅ کله په اسلامی ملکونو او په تېره بیا د آسیا پدې سیمه کې امنیت او ثبات نه غواړی.خو په خورا تأسف چې زمونږ دغه ګاونډیان او د سیمی ځینی نور ځواکمن هېوادونه یا دا حالات نه وینی او د پېښو له واقع بینانه تحلیل څخه عاجز دی یا نو د دغه هېوادو د مزدورو واکمنو خپلې شخصی ګټې او د خپلو جیبونو ډکول هم په همدې کې نغښتی دی او له همدې امله د پردیو ډول ته دا ګډیدا او پر نورو تور پورې کول ورته خوند ورکوی.په تأسف باید ووایو چې که د سیمې او ګاونډ د اسلامی ملکونو دا حالت همداسې دوام ومومی ډېر لوی ناورین به را منځ ته شی چې بیا به هغه وخت د یو او بل د ملامتولو چانس هم له لاسه وتلی وی او تور لګول به هم ګټه و نه لری. والسلام
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو تبصرو او خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ