کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/ کب ۲۴ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د پاکستان حکومت ویلی، چې په زندان کې د بندی شوی پخوانی لومړی وزیر پایوازان نه شی کولای زندان ته د هغه د لیدلو لپاره ورشی.
د خبر پر بنسټ، دولتی چارواکو ویلی، چې حکومت دا پرېکړه د امنیتی اندېښنو له امله کړې ده.
چارواکی زیاتوی، داسې استخباراتی اسناد یې ترلاسه کړی، چې پر عمران خان باندې زندان د برید احتمال شته، خو دا یې نه دی ویلی چې دا برید د عمران خان پرضد پلان شوی، که د توندلارو وسلوالو په ګډون د زندان په نورو بلاکونو کې د نورو بندیانو پرضد.
چارواکو څو ورځې وړاندې له دې پرېکړې د دې زندان د امنیت لپاره تدابیر زیات کړی وو.
په هغه لیک کې چې د پنجاب ایالت د کورنیو چارو وزارت پولیسو ته استولی، دا خبره نه ده روښانه شوې چې کومه ډله پر زندان د برید پلان لری.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ