کابل-ګهیځ نیوز(د وږی/سنبله لومړۍ نېټه)
د ګهیخ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت مسوولینو خبر ورکړی، چې د سالنګ پر دریو پاتې برخو د کار پیلیدو له امله دغه لار د باروړونکو موټرو پر مخ تړل شوې ده.
د خبر پر بنسټ د یاد وزارت مسوولینو زیاته کړې، کوچنی مسافروړونکی موټر کولی شی هره ورځ په ۲۴ ساعته ډول له دواړو لورو تګ – راتګ وکړی.
د ټولګټو چارو وزارت په تېره زمری میاشت کې ویلی وو، د سنبلې له لومړۍ نېټې وروسته به د سالنګ لویه لار د باروړونکو او مسافر وړونکو موټرو پرمخ وتړل شی.
د دې وزارت په خبره، د کار تر بشپړېدو پورې به دغه لار تړلې وی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ