کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۱۷ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس د خپلې اېکس پاڼې له لارې خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د پاک کارۍ چارې بشپړې شوي او نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.
نوموړي له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د خوندي تګ راتګ لپاره پر دې مسیر له بشپړ احتیاط څخه کار واخلي.
یاده لاره تېره جمعه د واورې د تېز اورښت، توپان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.
د نوموړي په خبره د واورې پاکولو او د لارې د خوندیتوب لپاره اړوندې ادارې ګړندۍ هڅې کړي، چې په پایله کې یې دغه لاره ژر د موټرو تګ – راتګ لپاره خلاصه شوه.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/