سالنګ لار د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۱۷ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس د خپلې اېکس پاڼې له لارې خبر ورکړی، چې د سالنګونو لویې لارې د پاک کارۍ چارې بشپړې شوی او نن د کوچنیو او لویو مسافر وړونکو موټرو پر مخ بېرته پرانیستل شوه.

نوموړی له ټولو موټر چلوونکو غوښتنه کړې، چې د خوندی تګ راتګ لپاره پر دې مسیر له بشپړ احتیاط څخه کار واخلی.

یاده لاره تېره جمعه د واورې د تېز اورښت، توپان او د لیدلو ساحې د کمښت له امله د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

د نوموړی په خبره د واورې پاکولو او د لارې د خوندیتوب لپاره اړوندې ادارې ګړندۍ هڅې کړی، چې په پایله کې یې دغه لاره ژر د موټرو تګ – راتګ لپاره خلاصه شوه.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.