معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سالنګ لویه لاره د درنو واورو له امله وتړل شوه

سالنګ لویه لاره د درنو واورو له امله وتړل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومي / جدی ۲۹ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌شناس ویلي، سالنګ لویه لاره د درنو واورو او توپانونو له امله د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.

حق‌شناس له خلکو غوښتي، چې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړي، څو د احتمالي خطرونو څخه خوندي پاتې شي.

مسوولین وایي، د لارې د پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې کړي او د وضعیت په ښه کېدو سره به لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه کړي.

یاده دې وي، چې د ژمي په موسم کې د سالنګ لویه لاره د واورو او توپانونو له امله ډېری وخت د ترافیکو پرمخ تړل کیږي.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس