کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی ۲۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس ویلی، سالنګ لویه لاره د درنو واورو او توپانونو له امله د ترافیکو پرمخ وتړل شوه.
حقشناس له خلکو غوښتی، چې په دې لاره له سفر کولو ډډه وکړی، څو د احتمالی خطرونو څخه خوندی پاتې شی.
مسوولین وایی، د لارې د پرانیستلو لپاره یې هڅې روانې کړی او د وضعیت په ښه کېدو سره به لاره بېرته د ترافیکو پرمخ خلاصه کړی.
یاده دې وی، چې د ژمی په موسم کې د سالنګ لویه لاره د واورو او توپانونو له امله ډېری وخت د ترافیکو پرمخ تړل کیږی.
ـــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ