سالنګ لویه لاره د مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د سلواغې / دلوې لومړۍ نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس ویلی، چې د سالنګ لویه لاره نن سهار ۸ بجې د کوچنیو مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوې ده.

نوموړی له مسافرو او موټر چلوونکو څخه غوښتی، چې د یادې لارې څخه د تېرېدو پر مهال ژمنی توکی او تجهیزات له ځان سره ولری، څو له احتمالی خطرونو څخه پرې ځان مصوون کړی.

د سالنګ لویه لاره د ژمنی سختو حالاتو له امله په وروستیو ورځو کې د تګ – راتګ پرمخ تړل شوې وه، خو اوس د ټولګټو چارو وزارت د لارې د خلاصېدو او د مسافرو اسانتیا لپاره د لازمو اقداماتو د اخیستو ډاډ ورکړی.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.