سالنګ لویه لار تر رغېدو وروسته د هر ډول موټرو پر مخ پرانیستل شوه

کابل-ګهیځ نیوز(د مرغومی / جدی  ۵ مه نېټه)

د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د ټولګټو چارو وزارت ویلی، چې د سالنګ لویې لارې د رغېدو چارې بشپړې او تېره ورځ د بار وړونکو او مسافر وړونکو موټرو پر مخ پرانیستل شوه.

د یاد وزارت ویاند محمد اشرف حق‌ شناس پر خپلې ایکس پاڼې لیکلی، د یادې لارې پلان شوی رغنیز کارونه بشپړ شوی او اوس د مسافر وړونکو او بار وړونکو موټرو پرمخ خلاصه ده.

د نوموړی په خبره، بار وړونکو موټرو ته په وار سره یوه ورځ له شمال څخه سوېل او بله ورځ له سوېل څخه شمال ته د تګ اجازه ورکړل شوې ده.

د دې لارې د خلاصېدو په لومړۍ ورځ بار وړونکی موټر له شمال څخه سوېل ته تګ ته پرېښودل شول.

سالنګ لویه لاره له تېرو ۱۴ ورځو راهیسې د بیارغونې روانو کارونو او د واورې اورښت له امله تړل شوې وه، خو پر فرعی لارو یوازې وړو مسافر وړونکو موټرو ته د تګ – راتګ اجازه ورکول کېده.

ـــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه

زموږ خبری ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

 

 

 

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.