کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۶ مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سرپرست حکومت چارواکو ویلی، چې د هېواد په اقتصادی وده کې د سالنګ لویې لارې اهمیت ته په کتو، پر دغې لویې لارې د نوی تونل د جوړولو لپاره هڅې روانې دی.
د سرپرست حکومت ویاند د سالنګ تونل د مسافر وړونکو او سوداګریزو موټرونو د تګ – راتګ لپاره بسندوی نه ګڼی او زیاتوی، چې د ژمی له را رسېدو سره په دې لویه لار کې ستونزې لا زیاتیږی.
یو شمېر چینایی انجینران چې د سالنګ د تونلونو د جوړولو په برخه کې کار کوی، د پروان د والی له مرستیال سره په کتنه کې ویلی، چې د سالنګ د دوهم تونل پروژې سروې روانه ده.
څو ورځې وړاندې د رییس الوزرا اقتصادی معاونیت هم اعلان کړی و، چې د امکاناتو له برابرېدو سره به د سالنګ پر دوهم تونل هم چارې پیل کړی
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ