معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایاتو کې د پولیو پرضد کمپاین پیلیږي

سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایاتو کې د پولیو پرضد کمپاین پیلیږي

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/ليندۍ ۲۷):
یونسیف یا په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وايي، سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاین پیلېږي.
د یونسیف د معلوماتو له مخې په دغه کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومان واکسین شي.
روان زېږدیز کال چې دا یې وروستۍ میاشت ده، په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دي، چې لا هم د ګوزڼ ناروغي په کې نه ده ختمه شوې.
تازه په عربستان کې د اسلامي هېوادونو نهمه ناسته کې چې د حرمین شریفین امام هم په کې ګډون کړی و، افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو په اړه بحث او خبرې شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس