سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایاتو کې د پولیو پرضد کمپاین پیلیږی

کابل-گهیځ نیوز( د قوس/لیندۍ ۲۷):
یونسیف یا په افغانستان کې د ماشومانو د ملاتړ لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی صندوق وایی، سبا دوشنبه د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې د ګوزڼ یا پولیو ضد کمپاین پیلېږی.
د یونسیف د معلوماتو له مخې په دغه کمپاین کې به ۷ میلیونه ماشومان واکسین شی.
روان زېږدیز کال چې دا یې وروستۍ میاشت ده، په افغانستان کې د ګوزڼ یوه مثبته پېښه په کونړ او بله په پکتیکا کې ثبت شوې ده.
افغانستان او پاکستان د نړۍ هغه دوه هېوادونه دی، چې لا هم د ګوزڼ ناروغی په کې نه ده ختمه شوې.
تازه په عربستان کې د اسلامی هېوادونو نهمه ناسته کې چې د حرمین شریفین امام هم په کې ګډون کړی و، افغانستان او پاکستان کې د پولیو ناروغۍ د ختمولو په اړه بحث او خبرې شوې وې.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.