معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سبا دوشنبه ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین پيلیږي

سبا دوشنبه ټول هېواد کې د پولیو ضد واکسین پيلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د پولیو واکسین د برخې مسوولین وایي، چې سبا د دوشنبې ورځ به د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایاتو کې د پولیو پر ضد درې ورځنی کمپاین پیل شي.
د پولیو د له منځه وړلو د بېړني عملیاتي مرکز مسوولین وایي، چې دا یو سرتاسري کمپاین دی، چې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ټول ماشومان پولیو ویروس په مقابل کې واکسین کیږي.
د یاد مرکز مسوولین له کورنیو، په ځانګړي ډول له مېندو او پلرونو غواړي چې له واکسیناتورانو سره همکاري وکړي او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د دغې لا علاجه ناروغۍ په مقابل کې واکسین کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبري چینلونو سره ملګري شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس