کابل-ګهیځ نیوز( د حوت/کب ۲۱ مه نېټه):
د پولیو واکسین د برخې مسوولین وایی، چې سبا د دوشنبې ورځ به د پلازمېنې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایاتو کې د پولیو پر ضد درې ورځنی کمپاین پیل شی.
د پولیو د له منځه وړلو د بېړنی عملیاتی مرکز مسوولین وایی، چې دا یو سرتاسری کمپاین دی، چې د پلازمینې کابل په ګډون د افغانستان په ټولو ولایتونو کې له پنځو کالو څخه کم عمره ټول ماشومان پولیو ویروس په مقابل کې واکسین کیږی.
د یاد مرکز مسوولین له کورنیو، په ځانګړی ډول له مېندو او پلرونو غواړی چې له واکسیناتورانو سره همکاری وکړی او خپل ټول له پنځو کالو څخه کم عمره ماشومان د دغې لا علاجه ناروغۍ په مقابل کې واکسین کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ