معماری
خانه / ګهیځ نیوز / لوبې / سبا د افغانستان او اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلیږي

سبا د افغانستان او اماراتو کرکټ لوبډلو ترمنځ د ۲۰ اوریزو سیالیو لوبلړۍ پیلیږي

کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومي ۷ مه نېټه):

په داسې حال کې چې تر دې وړاندې افغانستان له امارتو دوه یو ورځنۍ لوبې سر په سر وګټلې، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سبا جمعه د شل اوریزو سیالیو درې لوبو لړۍ پیل شي.

د خبر پر بنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه سبا د افغانستان په وخت ماسپښین درې نیمې بجې د شارجې په لوبغالي کې ترسره شي.

د افغان کرکټ بورډ د مهالوېش له مخې د افغانستان او اماراتو لوبډلې د دغې لوبلړۍ دوهمه لوبه به د ډیسمبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د جنورۍ په دوهمه نېټه ترسره شي.

افغان کرکټ لوبغاړو ویلي، چې یادو لوبو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.

ــــــــــــــــــــ

ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوي.

ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه

زموږ خبري ادرسونه👇

Telegram:

https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl

twitter:

https://twitter.com/GaheezAgency

Web:

https://www.gaheez.af/

FB page:

https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس