کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/ مرغومی ۷ مه نېټه):
په داسې حال کې چې تر دې وړاندې افغانستان له امارتو دوه یو ورځنۍ لوبې سر په سر وګټلې، د ګهیځ نیوز د خبر له مخې ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمنځ سبا جمعه د شل اوریزو سیالیو درې لوبو لړۍ پیل شی.
د خبر پر بنسټ، د دواړو لوبډلو ترمنځ به د دې لوبلړۍ لومړۍ شل اوریزه لوبه سبا د افغانستان په وخت ماسپښین درې نیمې بجې د شارجې په لوبغالی کې ترسره شی.
د افغان کرکټ بورډ د مهالوېش له مخې د افغانستان او اماراتو لوبډلې د دغې لوبلړۍ دوهمه لوبه به د ډیسمبر په ۳۱مه او درېیمه لوبه به د جنورۍ په دوهمه نېټه ترسره شی.
افغان کرکټ لوبغاړو ویلی، چې یادو لوبو لپاره یې بشپړ چمتوالی نیولی دی.
ــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ