سبا د افغانستان او سریلانکا تر منځ یو ورځنۍ کرکټ سیالۍ پیلیږی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۱۱مه نېټه):
ټاکل شوې چې سبا جمعه د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو لړۍ پیل شی.
د افغانستان کرکټ بورډ خبر ورکړی چې راشدخان د چهارشنبې په ورځ د تمریناتو پرمهال په ملا کې درد محسوس کړی او د سریلانکا پر وړاندې لومړیو دوه سیالیو کې نه لوبیږی.
د بورډ په خبرپاڼه کې ویل شوی، راشد خان ته ډاکترانو تر معایناتو وروسته ویلی، چې تر یوې اوونۍ پورې باید ارام وکړی.
راشدخان له تېرو دوو میاشتو راهیسې په پرلپسې توګه د هندوستان غوره لیګ یا آی پی ایل په سیالیو کې ۱۷ سیالۍ ترسره کړی.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د دریو یو ورځنیو لوبو دغه لړۍ به د جون میاشتې تر اومې نېټې پورې دوام وکړی.
تر دې مخکې افغان لوبډلې له سریلانکا سره د ۲۰۲۲م کال په نومبر کې دوې لوبې وکړې، چې یوه یوه مساوی شوې او درېیمه لوبه د باران له امله کېنسل شوې وه.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.