ستانکزی: مخالفین دې هېواد ته راستانه شی خو د وزارت تمه دې نه کوی

د افغانستان د اسلامی امارت د بهرنیو چارو وزارت سیاسی مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزی وایی بهر ته تللی سیاستوال د افغان په توګه کولی شی هېواد ته راشی خو د وزارتونو خیال دې له سره وباسی.

ګهیځ: نن یکشنبه (د لیندۍ ۷مه) شیرمحمد عباس ستانکزی په یوه ویډیویی پیغام کې ویلی، چې دوی د اوسنی حکومت ټولو مخالفینو سره په اړیکه کې دی او غوښتنه ترې کوی چې بېرته خپل هېواد ته راستانه شی.

نوموړی د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې د تېر حکومت لوړپوړی چارواکی دې بېرته وطن ته راوګرځی خو د وزارت تمه دې نه کوی.

ستانکزی ویلی چې ټول افغانان تر څو حق لری په خپل ټاټوبی کې په سوله ییزه فضا کې ژوند وکړی. هغه څرګنده کړې، اسلامی امارت له ټولو هغو پخوانیو چارواکو چې دوی یې په خپل وطن کې له اوسېدو منع کړی وو، بېرته وطن ته د راتلو غوښتنه کوی څو له دوی سره په ګډه دا جګړه ځپلی هېواد اباد کړی.

ستانکزی دغه راز ډاډ ورکړی دی چې ډېر ژر به افغانان د یوه ازاد ملت په څېر ځانونه په نړیوال سټېج کې ووینی.

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.