کابل-ګهیځ نیوز( د جدی/مرغومی ۲۹ مه نېټه):
پېښو ته د رسېدو په چارو کې د دولت وزارت ویلی، د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د سختې یخنۍ له امله کم تر کمه ۷۰ تنو خپل ژوند بایللی او له ۷۰ زرو ډېر څاروی تلف شوی دی.
د افغانستان د هوا پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې دا په وروستیو کلونو کې تر ټولو سوړ ژمی دی.
د دغې ادارې مشر محمد نسیم مرادی زیاته کړې، چې زموږ د اټکل له مخې سړه څپه به یوه بله اونۍ او یا هم تر یوې اونۍ د لږ ډېر وخت لپاره دوام وکړی.
د روانې میلادی میاشتې له ۱۰ مې نیتې څخه د کابل په ګډون د افغانستان په غور او یو شمیر نورو مرکزی سیمو کې د سانتی ګراد درجه منفی ۳۳ پورې ټیټه شوې ده.
د همدې هوا سړښت له وجې پوهنې وزارت تودو سیمو کې د آزموینو په نیمایی کې شاګردانو ته لس ورځنی ژمنی رخصت ورکړ. ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې لۀ خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ