کابل-ګهیځ نیوز(د تلی/ میزان ۹ مه نېټه)
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت له لوری په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوی، چې په تهران کې د افغانستان سفارت او د سره صلیب کمېټې د چارواکو ترمنځ د کډوالو د ستونزو په اړه غونډه شوې.
د خبر پربنسټ دې غونډه کې د روغتیا په برخه کې د کډوالو پر ستونزو، د ورکو شویو کورنیو د غړو د بیا یوځای کېدو او له ایران څخه افغانستان ته د کډوالو د جسدونو پر لېږد خبرې – اترې شوې دی.
خبرپاڼه کې د سره صلیب د مشر له قوله ویل شوی، چې په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د روغتیایی خدمتونو د وړاندې کولو په موخه په ګلشهر، مشهد او زایدان کې روغتیایی مرکزونه جوړ او فعال دی.
نوموړی په خبرپاڼه کې له دغو افغان کډوالو سره د لا زیاتو مرستو ډاډ ورکړی دی.
ــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد له کونج – کونج او د نړۍ له بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت په پام کې نیولو سره په چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
https://twitter.com/GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ