سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتی، چې افغانستان کې دې ځنډول شوې پروژې بېرته پیل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د جوزا/ غبرګولی ۲۵مه نېټه):
د راپورونو له مخې د سره صلیب نړیوالې کمېټې پر نړیوالې ټولنې غږ کړی، چې په اوږدمهال کې په افغانستان کې د بشری ناوړه وضعیت د له منځه وړلو لپاره دې ځنډول شوې پروژې بیا پیل کړی.
سره صلیب پر نړیوالې ټولنې او پر هغو بنسټونو چې پرمختیایی کارونه کوی، غږ کړی چې افغانستان کې د بشری وضعیت د لانورې خرابۍ مخنیوی لپاره دې هېواد کې پانګونه له سره پیل کړی.
د خبر له مخې یاده نړیواله کمېټه چې له څو لسیزو راهیسې افغانستان کې د خېر_ښیګڼې کارونه کوی وایی، افغانستان کې بشری وضعیت ته په کتو اړتیا ده چې د دې ستونزې د حل لپاره پر اوږد مهالو لارو چارو غور وشی.
سره صلیب له نړیوالې ټولنې غوښتی چې د یوې حل لارې په توګه دې ځنډول شوې اساسی پروژې له سره پیل کړی، دغه راز دې دولتونه او پرمختیایی بنسټونه د افغانستان لر او بر کې په مهمو بنسټیزو پروژو کې پانګونه وکړی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.