کابل-ګهیځ نیوز( د سنبله/ وږی ۸ مه نېټه):
د راپورونو له مخې افغانستان کې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې رییس ایلوی فیلیون ویلی، اوس مهال د افغانستان د نفوس نیمایی خلک روغتیایی خدمتونو اوخوړو ته لاسرسی نه لری.
ایلوی فیلیون پر خپله ټویټر پاڼه لیکلی، چې د هرو دوو افغانانو څخه یو یې روغتیایی خدمتونو او یا خواړو ته لاس رسی نه لری.
د دې کمیټې رییس ویلی چې تر ټولو یو مهم پروګرام چې دغې کمېټې په تېرو دوو کلنو کې ورته ملاتړ برابر کړی، د روغتونونو د انعطاف په نوم پروګرام دی.
د سره صلیب د نړیوالې کمېټې د رییس د وینا له مخې د دغه پروګرام له لارې په ۳۳ روغتونونو کې د ۱۰ زره ۹ سوه ډاکټرانو او روغتیایی کارکوونکو د معاشونو په برابرولو سره ۲۶ میلیونه خلکو ته روغتیایی مرستې برابریدلې.
د سره صلیب نړیواله کمېټه په افغانستان کې د تېرو څلورو لسیزو راهیسې کار کوی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/
گهیځ