کابل-ګهیځ نیوز( د سرطان/ چنګاښ ۱۴ مه نېټه):
د افغانی سرې میاشتې ټولنه وایی، د سوری زړه په ناروغۍ اخته ۳۰ تنه نور ماشومان یې په کابل کې د درملنې او عملیاتو لپاره یوه کورنی روغتون ته ورپېژندلی دی.
د افغانی سرې میاشتې ټولنه وایی، په تېر څه کم یوه کال کې یې د سوری زړه په ناروغۍ اخته ۱۳ سوه ۵۲ ماشومان د درملنې لپاره بېلابېلو روغتونونو ته ورپېژندلی دی.
د سوری زړه ناروغی په وروستیو کلونو کې په افغان ماشومانو کې ډېره شوې او په تېرو څه باندې دوو لسیزو کې لسګونه ماشومان چې دا ناروغی یې لرله، د درملنې په هدف جرمنی هېواد ته هم استول شوی دی.
ـــــــــــــــــــــــ
د نورو خبرونو لپاره زموږ له ټلیګرام،ټویتر، ویب سایټ او د فېسبوک پاڼې له خبری چینلونو سره ملګری شئ⬇️
Tel:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:
Tweets by GaheezAgency
Web:
FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-105079805744164/
گهیځ