معماری
خانه / ګهیځ نیوز / اقتصاد او ټولنه / سروبي او وردګو کې ټرافیکي پېښو دوه تنه مړه او له لسو ډېر ژوبل کړي

سروبي او وردګو کې ټرافیکي پېښو دوه تنه مړه او له لسو ډېر ژوبل کړي

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په سروبي او د وردګو په چک ولسوالۍ کې د ټرافیکي پېښو له امله دوه تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان دي.
خبر زیاتوي، چې سروبي سیمه کې تېره ورځ د فراډو او ټېلر موټر ټکر شوی، چې یو کس په کې مړ او پنځه نور زخمیان شوي دي.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند ګردن مسجد سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې یو تن مړ او اته نور ژوبل شوي دي.
د پلټونکو مسوولینو په باور دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې دي.
مسوولین وایي، د دواړو پېښو ټپیان روغتونونو ته وړل شوي، چې د اکثرو زخمیانو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دې وروستیو کې پر لویو لارو د ترافیکي پېښو ډېرښت له امله خلک اندېښمن شوي او له مسوولو چارواکو غواړي چې د دغه ډول پېښو مخنیوي برخه کې خپل کوټلي ګامونه پورته کړي.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځني، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوي.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوري سرچینه
زموږ خبري ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

قالب وردپرس