سروبی او وردګو کې ټرافیکی پېښو دوه تنه مړه او له لسو ډېر ژوبل کړی

کابل-ګهیځ نیوز( د میزان/ تلې ۳ مه نېټه):
د ګهیځ نیوز د خبر له مخې د کابل په سروبی او د وردګو په چک ولسوالۍ کې د ټرافیکی پېښو له امله دوه تنه مړه او ۱۳ تنه نور ټپیان دی.
خبر زیاتوی، چې سروبی سیمه کې تېره ورځ د فراډو او ټېلر موټر ټکر شوی، چې یو کس په کې مړ او پنځه نور زخمیان شوی دی.
دغه راز د یو بل خبر له مخې د مېدان وردګو ولایت د چک ولسوالۍ اړوند ګردن مسجد سیمه کې د یو موټر د چپه کېدو په پېښه کې یو تن مړ او اته نور ژوبل شوی دی.
د پلټونکو مسوولینو په باور دواړه پېښې د موټر چلوونکو د بې غورۍ له امله رامنځته شوې دی.
مسوولین وایی، د دواړو پېښو ټپیان روغتونونو ته وړل شوی، چې د اکثرو زخمیانو روغتیایی وضعیت د اندېښنې وړ دی.
دې وروستیو کې پر لویو لارو د ترافیکی پېښو ډېرښت له امله خلک اندېښمن شوی او له مسوولو چارواکو غواړی چې د دغه ډول پېښو مخنیوی برخه کې خپل کوټلی ګامونه پورته کړی.
ـــــــــــــــــــــــ
ګهیځ نیوز تاسې ته د هېواد لۀ کونج – کونج او د نړۍ لۀ بېلابېلو برخو ورځنی، مهم او تازه خبرونه، راپورونه، مرکې او تبصرې د دقت پۀ پام کې نیولو سره پۀ چټک ډول وړاندې کوی.
ګهیځ نیوز، د اطلاع رسونې باوری سرچینه
زموږ خبری ادرسونه👇
Telegram:
https://t.me/+Vy9GsPl90MY3NjVl
twitter:

Web:

صفحهء اصلی


FB page:
https://www.facebook.com/Gaheez-News-گهیځ-نیوز-۱۰۵۷۷۲۲۹۹۲۸۴۹۰۳/

جواب دهید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

Sahifa Theme License is not validated, Go to the theme options page to validate the license, You need a single license for each domain name.